په پاکستان کې نږدې ۴۰ تنه افغان بندیان هېواد ته راستانه شول
په پاکستان له بدخونو ۳۹ ازاد شوي افغانان د وږي میاشتې په ۱۲ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو په اساس ۱۵ ورځې او ۳ کاله د پاکستان په پښاور بندخونو کې بندیان و چې له ازادېدو وروسته د فرضي کرښې څخه په راوښتو سره سم د مرستو په موخه د مهاجرینو نړیوالو سازمانونو ته او کم عمره ماشومان د HARO موسسې ته ورپېژندل شول.