غزني کې له ۳۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د وږې میاشتې په ۷ نېټه په غزني کې له ۳۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ مخکې له مخکې د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د مهاجرینو ریاست له لوري پېژندل شوې وې.
دغه مرستې په دوو برخو کې ۱۴ زره او ۱۵ زره افغانۍ د ډنمارک د کډوالۍ شورا له لوري وویشل شوې.