غزني کې له لسو کورنیو سره مرسته وشوه
په غزني ولایت کې د وږي پر څلورمه د سېلاب له امله زیانمنو شویو ۱۰ کورنیو ته خیمې ووېشل شوې.
دغه کورنۍ وړاندې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو ریاست له خوا هلته په ده یک ولسوالۍکې پيژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته د مهاجرینو چارو وزارت له لوري یوه خیمه ورکړل شوه.
د يو بل خبر له مخې، د غزني ولايت د مهاجرينو چارو رياست له خوا د وږي پر څلورمه په دغه ولايت کې ۲۷ بېځايه شويو او راستنو شویو ته د ډنمارک د مهاجرت شورا په همکارۍ د مدني اسنادو د ګټو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
دا پروګرام د غزني په مرکز کې د ابو ريحان البيروني د مهاجرينو په استوګنځي کې جوړ او د حقوقي مسايلو او د تذکرې او نورو مدني اسنادو د ترلاسه کولو په اړه ورته لازم معلومات ورکړل شول.