پاکستان کې د افغان مهاجرینو اتشه په دغه هېواد کې د افغان مهاجرینو له استازو سره کتلي دي.

sadam_morr
د پاکستان په اسلام اباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشه اصف خان ځدراڼ د اسد په ۳۱ مه نېټه په راولپنډۍ ښار کې له مېشتو افغان کډوالو استازو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي، د هغوی ستونزې یې اورېدلې او هغوی ته یې لازمې او قانوني لارښوونې کړي دي.
په دغه لیدنه کې د نورو په استازیتوب ښاغلي روزي خان خبرې وکړي، د مهاجرینو د ستونزو هواري په برخه کې یې د مسوولینو او کارکوونکو له هڅو مننه وکړه، په پاکستان کې یې د مهاجرینو د حقوقي قضیو په برخه کې بشپړ معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د مهاجرینو اتشه یادو استازو ته ډاډ ورکړ، چې د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه، د حقوقي قضایه وو په ځانګړې توګه له زندانونو څخه د افغانانو خوشي کېدل د دوی له کاري لومړیتوبونو دي او په راولپنډۍ کې د افغان مهاجرینو ستونزو ته به هم ژر تر ژره رسېدنه وشي.