د کاپیسا ولایت د داخلي بې ځایه شویو استازو سره ناسته ترسره شوه
د کاپیسا ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو آمر مولوي حمدالله شهیدزاده په مشرۍ د زمري پر دیرشمه په دغه ولایت کې د داخلي بې ځایه شویو له استازو سره ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د بې ځایه شویو کورنیو د شمېر، د هغو کورنیو د شمېر په اړه چې په خپله خوښه خپلو مېنو یا اصلي ځایونو ته تللي او د هغو کورنیو د شمېر په اړه خبرې وشوې چې بېرته خپلو اصلي ځایونو ته ستنېږي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې دا استازي دې د دغې ادارې د پورتنيو کورنيو په پېژندنه کې همکاري وکړي او هغه شمېر کورنۍ دې وپېژندل شي، چې مخکې پخپله خوښه خپلو مېنو یا اصلي ځايونو ته تللي او يا په يو ډول خپلو اصلي ځايونو ته ستنېږي او دغه راز د یوې اونۍ لپاره دې د مهاجرینو چارو امریت ته واستول شي، چې د نورو اقداماتو او تصمیمونو لپاره اړونده مراجعو ته ولېږل شي.