لغمان کې د ښځینه نابینایانو ته د زده کړو یو مرکز پرانېستل شو
د لغمان ولایت مرکز اړوند سلطان قاضي بابا سیمه کې د نابینایانو لپاره یو مرکز جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دغه مرکز د لغمان ولایت مهاجرینو ریاست په هلو ځلو او کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په همکارۍ جوړ شوی دی.
د لغمان مهاجرینو رییس مولوي غلام الرحمن بلال له یاد مرکز څخه لیدنه وکړه او د چارو لا ښه والي په اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي همداراز له زده کوونکو وغوښتل، چې د ستونزو په صورت کې د مهاجرینو ریاست سره اړیکه ونیسي، تر څو د حل په موخه ژر رسېدنه وشي.
یاد مرکز کې ۳۰ تنه ښځینه زده کوونکې زده کړې کوي، چې د سهار چای، غرمې ډوډۍ او د هرې میاشتې په پای کې ۱۹ زره ۸۰۰ افغانۍ ورکول کیږي، چې د روان میلادي کال تر پایه به دوام وکړي.