سمنګان کې ۳۰ کورنیو د مچیو ساتنې وسایل ترلاسه کړل
په سمنګان ولایت کې د چنګاښ پر دیرشمه نېټه له ۳۰ کورنیو سره د مچیو ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.
د پکو موسسې له لوري په دې مرسته کې د مچيو ۱۵۰ صندوقونه او ۱۴ ډوله توکي شامل وو، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولايت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا تر پېژندلو وروسته ورکړل شول.