د مهاجرینو چارو وزارت د تحقیق او معلوماتو نوی رییس معرفي شو

sadam_morr
Tue, Jul 02 2024 7:58 AM
_

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په وړانديز او د ریاست الوزراء په حکم قاري احمدالله هاشمي د مهاجرينو چارو وزارت د تحقیق او او معلوماتو د رياست نوي رييس په توګه د وزارت د دفتر ریاست رییس مولوي محمد جان خدرخېل له لوري د وزارت د ځینو مرکزي رییسانو په شتون کې د دغه رياست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
 په دې مراسمو کې د وزارت د دفتر رييس محمد جان خدرخېل د ښاغلي هاشمي د معرفي کولو په مراسمو کې خبرې وکړې او په اداره کې ادلون بدلون یې یو اصل وباله.
  نوموړي د دې ادارې د پخواني رییس قاري صابر ګل مصلح د کارونو ستاينه وکړه او نوي ریيس ته يې د لا برياوو او خدمتونو هيله څرګنده کړه.
 قاري صابرګل مصلح هم خبرې وکړې او نوي رییس ته یې د خدمتونو په برخه کې د لا بریالیتوب هیله ښکاره کړه.
 د اطلاعاتو او څېړنو نوي رییس ښاغلي هاشمي د وزارت د رهبرۍ د باور ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې تجربو ته په پام به خدمتونه او هلې ځلې کوي.

Latest news

BACK TO NEWS