ننګرهار کې ۲۱۱ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

Anonymous (not verified)

د (WFP، UNHCR، WAW  ) موسسو له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۱۱ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غېرخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷مه هرې کورنۍ ته د خوراکي او غيرې خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.