ننګرهار کې له ۶۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په ننګرهار ولایت کې پرون د غبرګولي شپږمه پر ۶۰ کورنیو نغدي او روغتیايي مرسته ووېشل شوه.
دا له پولو څخه راګرځول شوې کورنۍ وې او مخکې د هغه ولایت د مهاجرینو د ریاست له خوا اړمنې پېژندل شوي وې او د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري هرې کورنۍ سره په بېلابېلو برخو کې ۳۰ زره افغانۍ، ۱۸ زره، ۳۸ زره، ۲۰ زره، ۱۳ زره افغانۍ او د یوې روغتیايي کڅوړې مرسته ورسره وشوه چې د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.