رحماني: مرستې به په منظمه او شفافه توګه مستحقو کسانو ته رسیږي

sadam_morr
Tue, May 21 2024 12:48 PM
-

بورتنۍ څرګندونه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ  رئیس شیخ عبدالرحمن رحماني د بغلان ولایت سیلاب ځپلو کورنیو ته د رسیدنې په موخه له همکارو بنسټونو سره په ګډه ناسته کې شریکه کړه.

نوموړي له مستحقو او زیانمن شوو سره په شفافه، ښه او منظمه توګه مرسته د دې ناستې موخه وبلله او د ملي او نړيوالو همکارو بنسټونو له مرستو يې مننه وکړه.

په دې ناسته کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي شتون درلود، د بغلان ولایت د سیلاب ځپلو د ستونزو د حل په اړه پکې خبرې وشوې.

 د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسیدنې او د دایمي حل لارې د موندلو ریاستونو رییسانو د دغې غونډې له ګډونوالو سره په بغلان ولایت کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې او خدمتونو و په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او له زیانمنو شویو خلکو سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکارو بنسټونو د لا زیاتې مرستې غوښتنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر ساحوي رییس ښاغلي کینټ باټو راجر زیانمنو شویو ته د رسیدنې په موخه د خوراکي توکو، روغتیا، د کور وسایلو او نغدي پیسو په برخه کې د همکارۍ په اړه  معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د هغوی له ادارې سره د زيانمنو شويو کسانو د ارقامو شريکول ارزښتناک وبلل او له وزارت سره يې پر لا زياتې همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د کلستر همغږي کوونکې مېرمن آیلین هم د بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو د سېلاب ځپلو د شمېرو په اړه خبرې وکړې او له خپلو ملاتړیو سره یې په ګډه د لا همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS