د وروستیو سیلابوونو له امله په فاریاب ولایت کې خلکو ته ستر ځاني او مالي زیانونه اوښتي

sadam_morr
-

پرون شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتي په ۲۹مه د فاریاب ولایت په یو شمیر ولسوالیو ( پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت اباد )کې خونړي سیلابونه رامنځته شوی چې له امله یې خلکو ته سخت مالي او ځاني تلفات اوښتي دی.

د فاریاب ولایت د مهاجرینو چارو د ریاست په وینا د یادو سیلابونو له امله، ۱۸ تنه شهیدان، ۲ تنه ټپیان،۵۶۰ د استوګنې کورونه، ۸۵۰ جریبه کرهنیزه زراعتي ځمکه، ۱۱۰ بابه دوکانونه او یو ګرځنده سیار کلینیک ویجاړ شوی، ۳۰۰  څاروي او ۲۰۰۰ میوه داره ونې له منځه تللي

د فاریاب ولایت د کډوالو ریاست له مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو څخه په دغه ولایت کې د سیلاب ځپلو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.