له پاکستان څخه تر زرو زیات افغان کډوال راستانه شول

sadam_morr
د غوایې د میاشتی په ۱۱مه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو له لارې ١١١٨ یو زر یو سلو او اتلس تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار ولایت ،سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۱۲۱ کورنۍ چې ٦٦٣ تنه پکې شامل ؤ او ٤٢ تنه د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه ازاد شوي کسان له یادې فرضی کرښي څخه تر راتیریدو وروسته په دغه آمریت کې ثبت او د نورو مرستو د لاسته راوړلو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال سازمان او د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفترونو ته وروپيژندل شول.
همدارنګه هرې کورنۍ ته د افغانستان اسلامي امارت له لوري ١٠٠٠٠ لس زره افغانۍ ورکړل شوي او دوه بی سر پرسته یتیم ماشومان د MPO مؤسسې ته وروپيژندل شول.
او د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدی آمریت د معلوماتو له مخې، ۵۸ کورنۍ چې ۳۱۳ تنه په کې شامل ؤ، له پاکستان څخه په اجباري توګه راستانه شوې او په دغه آمریت کې تر ثبتیدو وروسته د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې.