ایران څخه تر سلو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول
په ايران کې مېشت یو سل او ۸۶ مهاجرین د وري۱مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۴۹ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز ۷ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۴ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا ډول سیمکارتونه ووېشل شول.
او ۱۴ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.