پاکستان څخه تر ۲۰۰ زیات کسان په جبري توګه راستانه شول

sadam_morr

له پاکستان څخه ۱۴۲ تنه افغان مهاجرین د کب پر۲۰ مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۴۹ کورنۍ چې ۲۱۷ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېسنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژدل شوې.