ځینو ولایتونو کې څه باندې څلور زره کورنیو سره مرسته وشوه
د مهاجرینو وزارت د دویمو واحدونو له خوا د کب میاشتې له ۱۲ څخه تر ۱۷ نیټې پورې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې له ۴ زره ۵۰۸ کورنیو سره مرسته وشوه.
په (هرات، ننګرهار، بدخشان، غور، غزني، بادغیس، فاریاب، جوزجان، لغمان، سرپل، بلخ، کندز او میدان وردګو) ولایتونو کې د یادو کورنیو ته د دغو ولایتونو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاستونو په ملتیا یو شمېر نړیوالو مرستندویو موسسو د نغدي پیسو، خوراکي توکو، ژمنیو جامو، کاري وسایلو او د پخلنځي وسایلو مرستې وویشلې.