بلخ ولايت کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-02/%D8%A8%D9%84%D8%AE_1.jpg)
په بلخ ولایت کې پر ۸۷ بې ځایه شویو کورنیو د کب په ۵ مه نېټه د غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
يادې شوې کورنۍ پخوا د هغه ولايت د مهاجرينو رياست له لوري اړمنې پېژندل شوې وې.
هرې کورنۍ ته يوه ــ یوه بخارۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري ورکړل شوه.