په یو شمیر ولایتونو کې له څه باندې ۴ زره کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

 د مهاجرینو چارو وزارت د دویمې واحدونو له خوا د سلواغې له ۲۸ مه نیټې څخه د کب تر ۳ مه نیټې پورې د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۴ زره ۱۱۷ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

 په یادو کورنیو کې هرې یوې ته په (ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، سرپل، تخار، بامیان، پکتیکا، میدان وردک، غور، لغمان، جوزجان، بدخشان، لوګر او فاریاب) ولایتونو کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاستونو له خوا د یو شمیر نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د نغدو پیسو، خوراکي توکو، ژمنیو جامو، کاري وسایلو او د بخاریو په ګډون د مرستو کڅوړې وویشل شوې .