تر زرو زیات مهاجرین له ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

په ايران کې مېشت یو زر ۶۱۴مهاجرین د سلواغې پر ۲۴مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۴۵۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز له ۴۴ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، ۴۸ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۹۹ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا وړیا سیمکارتونه ووېشل شول.

او ۴۸۱ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.