تر ۱۰۰ زیات مهاجرین له پاکستان څخه په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه ۱۶۹ افغان مهاجرین د سلواغې په ۲۴ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۲۱ کورنۍ چې ۱۲۸ تنه کیږي، له پاکستان هېواد څخه په جبري توګه راستانې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستې په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې.

د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۷ کورنۍ چې ۴۱ تنه کیږي،د يادې فرضي کرښې څخه په جبري توګه راستنې او د مهاجرينو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان، او د مهاجرت نړیوال سازمان د فترونو ته وروپېژندل شوې.

د ګومارل شوې کمېتې له خوا هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ ورکړل شوې.