سرپل کې له ۱۹ کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د سلواغې په ۲۴ مه نېټه له ګاونډیو هېوادونو څخه د ۱۹ اړمنو راستنېدونکو کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش خبر وکړ.

يادې شوې کورنۍ، چې په خوا د دغه ولايت په مرکز کې د مهاجرينو رياست له خوا پيژندل شوې وې، چې وروسته يې په دوو کټګوريو کې ۴۸ زره او ۵۴۰ او ۲۴ زره او ۲۷۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنرۍ څخه ترلاسه کړې.