غور کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

Anonymous (not verified)
ولایت غور

د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۲۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې له ګاونډيو هېوادونو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۷مه هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۳۵ کيلو وريجې، لوبيا، دالنخود، ماش او بوره مرسته ووېشل شوه.