د مهاجرینو چارو سرپرست او ورسره مل پلاوي د ننګرهار له والي سره ناسته وکړه

sadam_morr
Fri, Jan 26 2024 9:41 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني او ورسره مل لوړرتبه پلاوي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست ملا نور الله نوري، د کرنې وزارت مرستیال وزیر مولوي بازمحمد فیضان د ننګرهار ولایت له والي ملا محمد نعیم اخند زاده سره ناسته وکړه
په ناسته کې د تورخم له لارې راستنو شویو مهاجرینو په ستونزو، هغوی ته د مرستو رسولو په میکانیزم، کورونو جوړولو، او کاري فرصتونو رامنځته کولو خبرې وشوې
همدا راز له غصب څخه د کانال د ځمکو خلاصون او پکې د میشتو بېځایه شویو د سرپناه او سرنوشت ټاکلو په اړه تصمیمونه ونیول شول
یاد پلاوي د کوز شیخ مصري او فارم هډې کمپونو او د کورونو جوړولو  لپاره د وچ تنګي ډاګ څخه هم لیدنه وکړه

 

Latest news

BACK TO NEWS