بلخ کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ملک بن سلمان خيريه موسسې، WFP او ROSHAN COMANI) له لوې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۲۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله دشېځ عبدالقادر جيلاني او دنهر شاهي ولسوالۍ د هاجري سيمو او ګاونډيو هېوادونو څخه ددې ولايت مرکزته راکډه شوې وې د تېرې سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۷مه د روشن کمېټې له لورې ۲۱ کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۹۲۵۰ افغانۍ نغدي، يوه کڅوړه خوراکي مواد او د ملک بن سلمان خيره موسسې له لورې ۱۰۰۰ کورنيوهرې کورنۍ ته دروژې په مناسبت ځانګړې مرستې او ۲۰۰ کورنيوهرې کورنۍ ته دخوراکي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.