د سرپل ولایت د مهاجرینو آمر د مهاجرت نړیوال سازمان له مسولانو سره لیدنه وکړه

anwari_morr
-

د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د راپور له مخې د مهاجرینو آمر مولوي عبدالسلام هاشمي د مهاجرت نړیوال سازمان له مسولانو سره د سلواغې پر ۳ مه لیدنه وکړه

د لیدنې په پيل کې د یاد دفتر مسولانو د سرپل ولایت په کلیو او ولسوالیو کې د داخلي بې ځایه شوو د څارنې سیستم په اړه معلومات وړاندې کړل

د مهاجرینو چارو آمر له پاکستان او ایران څخه د جبري راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه، چې د مهاجرت نړیوال سازمان مسولانو له خوا ورته د بې ځایه شوو او راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په برخه کې د تلپاتې او هراړخېزې همکارۍ ډا‌ډ ورکول شو.