په بادغیس ولایت کې له ۴ کورنیو سره مرسته وشوه

د بادغیس ولایت د مهاجرینو امریت د سلواغې په لومړۍ نېټه له ۴ کورنیو سره د نغدي مرستو د توزیع خبر ورکړ.
یادې شوې کورنۍ مخکې د مهاجرینو امریت له لورې په مرکز کې سروې شوې او پېژندل شوې وې، چې په ددو کتګوریو کې ۱۳ زره او ۱۲ زره افغانۍ د ډینمارک د مهاجرینو د شورا له لورې ورته توزیع شوې.