په پروان ولایت کې له ۲۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
په پروان ولایت کې د سلواغې میاشتې په لومړۍ نیټه پر ۲۱۳ اړمنو راستنېدونکو کورنیو باندې نغدي مرسته او ژمني کالي د یاد ولایت د مرستیال والي په حضور کې ورته توزیع شول.
یادې شوې اړمنې کورنۍ مخکې د پروان ولایت د مهاجرینو د ریاست له لورې سروې شوې او پېژندل شوې وې، چې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ او د ژمنیو کالیو یوه بسته د د یاد ولایت د مرستو د راټولولو کمیټې له لوري پرې وویشل شول.
د ولایت مرستیال او د مرستو د راټولولو کمیټې مشر مفتي محمد ادریس انوري وویل: هغه کميټې چې د ولايت په کچه د مسوولو ادارو له خوا جوړې شوې دي، ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ یې راټولې کړې دي او په هغو اړمنو کسانو به وویشل شي، چې د سرپنا او د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي.