د هېواد د فرضي پولو له لارې له پاکستان څخه لسګونه کورنۍ راستنې شوې

anwari_morr

د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات، پکتیکا او کابل پولو کې جبري راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون د کمېټو د راپور له مخې، د مرغومې پر ۳۰مه لسګونه کورنۍ له پاکستان څخه په زوره راستنې او له لومړنیو خدمتونو برخمنې شوې.

 د سپین بولدک، تورخم، انګور اډه، ورشیمو او اسلام کلا له پولو څخه د ۲۳۵ کسانو په ګډون ۵۳ کورنۍ هېواد ته راستنې، ثبت او بایومتریک شوې، چې د ۲۳۸ کسانو په ګډون ۳۲ کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته ولېږل شوې او د لارې کرایه ورکړل شوه، ۶۳ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه،  ۲۷ کورنۍ په کمپونو کې ځای پر ځای شوې، د ۱۷۳ تنو درملنه وشوه، ۷۳ سیمکارتونه ووېشل شول، د چمتو شوو خوراکي توکو کڅوړه، د څښاک اوبه او ژمنۍ جامې د یادو ولایتونو په پولو کې د ګومارل شوو کمېټو له لوري ووېشل شوې.

 همدارنګه د اطلاعاتو کمیټې او د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو له لوري د غوکورنیو ته د نوم لیکنې، انتقال، مالي مرستو، د لنډ مهاله استوګنې او د هیواد و اسلامي نظام پېژندنې، هجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.

 لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل، وپیژندل شول او راستنیدونکو ماشومانو ته چاودیدونکو توکو څخه ساتنې، پاکوالي، او عمومي پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او د رواني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح ​​پروګرامونه هم ورته برابر شول.