جوزجان کې سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-0

   د جوزجان د مهاجرینوچارو رياست د مرغومې پر ٢٤مه له ګاونډيو هېوادونو څخه جبري راستنو شويو ٤٠٧ کورنيو ته د نغدي مرستې او جامو د وېش خبر ورکړی.

   دغهکورنۍ پخوا په مرکزي ولايت کې د مهاجرينو ریاست له لوري پيژندل شوې وې، چې وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان له خوا د ١٣زره او ٨٥٠ افغانيو په ارزښت نغدي، درې کمپلې او ۱۳ ډوله د ژمي جامو یوې کڅوړې مرسته وشوه.