د پکتیا والي د مهاجرت نړۍ وال سازمان سرپرست سره ولیدل

anwari_morr
-

د پکتیا ولایت والي ملا مهرالله حماد د مهاجرت نړی وال سازمان سرپرست توماس دیکتلاد سره د مرغومي پر ۱۳ مه پخپل کاري دفتر کې ولیدل

ښاغلي توماس د خپلو ترسره شوو خدمتونو او د راتلونکو کاري خپرونو په اړه له ښاغلي حماد سره معلومات شریک کړل

هغه وویل: موږ د مهاجرینو او طبیعي پېښو په برخه کې کار کوو؛ هغه ډاډ ورکړ چې په دې برخو کې به د خپلو مرستو پر پېاوړتیا کار کوي او نورې به یې هم زیاتوي؛ دغه راز اړمنو ته د مرستو د رسونې د روڼتیا په برخه کې یې د ټولو ولایتي ادارو له همکارۍ هم مننه وکړه

د پکتیا والي د هغه د خدمتونو د ستاینې په ترڅ کې اړمنو کسانو ته د هغوی د مرستو په دوام ټینګار وکړ.

ښاغلي حماد ډاډ څرګند کړ چې د اصولو پر بنسټ د مرستو رسونې د روڼتیا په برخه کې له ټولو خیریه بمسټونو سره همکار دي؛

هغه همدا راز د ختیځ زون په کچه د خلکو بنسټي غوښتنو ته د پاملرنې هیله هم وکړه.

په دې لیدنه کې د مهاجرینو چارو او هلته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیسانو هم ګډون درلود.