له اسلامي نظام پرته بل هیڅ نظام ته په افغانستان کې اجازه نه ورکوو

anwari_morr
Thu, Dec 28 2023 8:28 PM
-

د پکتیا ولایت جهادي مدرسې د فراغت په غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني وویل: مدرسې او مسجدونه د اسلام مرکزونه دي، ساتنه او تقویه کول یې زمونږ د ټولو مسولیت دی

نوموړي له علماو وغوښتل، چې په مدرسو کې دې د نورو دیني زدکړو ترڅنګ زده کوونکو ته جهادي فکر او نظامي زدکړې هم ورکړي، ترڅو د اسلام او هېواد د دفاع لپاره هروخت چمتو وي

ښاغلي حقاني د کلیوالي مدرسو په تقویه کولو ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې اسلامي امارت دې خپله توجه لا ورته زیاته کړي

په غونډه کې د مهاجرینو چارو وزیر راستنو شوو مهاجرینو لپاره هم له ولسونو وغوښتل، چې د بسترو، سون توکو او خوارکي موادو په برخه کې ددوی لاسنیوی وکړي

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS