الحاج خلیل الرحمن حقاني د مهاجرت نړۍوال سازمان له عمومي رئیسې سره ولیدل

anwari_morr
Tue, Dec 19 2023 9:49 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د مهاجرت نړۍوال سازمان له عمومي رئیسې مېرمن امي اې پوپ او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په پیل کې ښاغلي حقاني  په پاکستان، ایران، ترکیې او نورو کوربه هېوادونو کې د افغان مهاجرینو د وضعیت، ستونزو او په اجباري توګه هېواد ته د راستنو شویو مهاجرینو په اړه معلومات ورکړل، ښاغلي حقاني وویل: تاسو باید د هېواد له یو شمېر صفري کرښو څخه لیدنه وکړئ تر څو د افغان مهاجرینو حالت په خپلو سترګو ووینئ او دوی ته د ژمي په رارسېدو سره  خپلې مرستې زیاتې او ګړندۍ کړئ او همدا راز په راتلونکي کې له دوی سره د کور جوړولو، تعلیم او صحت په برخه کې هم مرستې وکړئ 
مېرمن امي اې پوپ ښاغلي حقاني  ته ډاډ ورکړ او وویل: مونږ غواړو له تاسو سره په شریکه او پوره همغږۍ له راستنېدونکو مهاجرینو سره مرسته وکړو، همدا راز په دغه لیدنه کې د DTM( د بېځایه کېدنې د تعقیب سیستم) په جوړولو هوکړه وشوه، نوموړې زیاته کړه دغه سیستم له مونږ سره له پاکستان، ایران، ترکیې او نورو کوربه هېوادونو څخه د افغان مهاجرینو او راستنېدونکو په کره شمېر کې مرسته کوي او مونږ د دغه سیستم د معلوماتو په مرسته کولای شو له نړۍوالو دونرانو څخه د افغان راستنېدونکو مهاجرینو له پاره مرستې را جلب کړو. 
همدا راز مېرمن امي اې پوپ وویل: مونږ پوره هڅه کوو د راستنېدونکو له پاره ژمنۍ مرستې برابرې او په راتلونکي کې په نورو برخو کې هم له دوی سره مرستې وکړو، مونږ  په دې برخه کې پوره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو یو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS