جوزجان کې ۲۳ بابه سرپناوې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې 

anwari_morr
-

د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو په اساس ۲۳ کورنيو ته چې وړاندې به يې په خېمو کې ژوند کولو ۲۳ بابه سرپناوې د ليندۍ په ۲۳ مه د دې ولايت د والي د مرستيال په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دياد ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره، يادې سرپناوې د ۸۰ زره افغانيو په لګښت د يو  ترکي سوداګر له لوري رغول شوې چې دوه خونې، يو دهليز او فرش پکې شامل دي.
د والي مرستيال ديادو کورنيو په ژوند کې د هوساينې په موخه دغه  پريکړه وستايله.
د يو بل خبر له مخې، په جوزجان ولايت کې له پاکستان څخه ۱۵ اجباري راستنېدونکو کورنيو ته د غوړيو دوه پينځه ليټره بوشکې د ثمر مؤسسې له لورې وېشل شوې دي.