له درې زرو زيات اجباري راستنېدونکي په سپين بولدک کې د مؤظفو کمېټو له چوپړتياوو برخمن شوي

anwari_morr

۳ زره او ۷۰۳ تنه اجباري راستنېدونکي د ليندۍ په ۲۱مه د کندهار ولايت په سپين بولدک کې د مؤظفو کمېټو له چوپړتياوو برخمن شوي دي.
د سپين بولدک د سرحدي آمر په خبره، ۲۲ کورنۍ چې ۱۱۴ تنه کېدل د ۳ بېلا بېلو  موټرو په وسېله هرات، ارزګان، کابل، کندهار، او غزني ولايتونو ته لېږدول شوي دي او همداشان هرې کورنۍ ته ۳ زره افغانۍ ورکول شوې دي.
۱۴۴ کورنۍ چې ۸۴۴ تنه کېدل د مهاجرينو په آمريت کې له نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او دمهاجرت نړۍ وال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
۱۰۹ کورنيو سره ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرستې شوې دې، یو زرو او ۷۰۰ تنو ته دوه وخته خواړه وېشل شوي، ۳۶۵ تنه ناروغان د تداوۍ لاندې نېول شوي او ۳۳۱ تنو ته سيمکارټونه وېشل شوي دي.