د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر په يوه ورځ کې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي
د ايران څخه يو زر او ۵۱۸ تنه افغان مهاجر د ليندۍ په ۲۱ مه د هرات د اسلام قلعې له لارې هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۳۹۶ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.
همدارنګه ۲۷ کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۷۸ تنو ته په وړيا توګه يو يو سيمکارټ په سرحد کې د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوې دي.
دغه راز ۲۵۱ تنه نور له روغتيايي چوپړتياوو هم برخمن شوي دي.