له پاکستان څخه شپږ اجباري راستنېدونکي کورنۍ له پکتيکا ولايت څخه خپلو اصلي سېمو ته لېږدول شوي دي

د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست د خبر په اساس ۶ راستنېدونکي کورنۍ چې ۴۰ تنه کېدل د ليندۍ په ۱۹ مه په دې ولايت کې خپلو اصلي سېمو ته لېږدول شوي دي.
دسرچېنې په خبره يادې کورنۍ د انتقالاتو د کمېټې له لوري ورممي، ترو او ګومل ولسواليو ته لېږدول شوې او د مالي کمېټې له لوري يې ۱۰ زره افغانۍ هم تر لاسه کړي دي.