د ايران څخه له  زرو زيات  افغان  مهاجر په يوه ورځ کې په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي

anwari_morr

د ايران څخه  يوزر او ۸۸۲ تنه افغان مهاجر دليندۍ  په  ۱۵ مه دهرات د اسلام قلعې له لاري هېواد ته راستانه شوي.

د اسلام قلعې  د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۲۵۳  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.

همدارنګه ۴۵ کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۲۷ نورو کورنيو ته چې ۵۲ تنه کېدل يو يو سيمکارټ په سرحد کې د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.

دغه راز ۳۰۶ تنه نور له روغتيايي چوپړتياوو هم برخمن شوي دي.