د ايران څخه له  زرو زيات  افغان  مهاجر په يوه ورځ کې په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي

anwari_morr

د ايران څخه  يوزر او ۳۰۳  تنه افغان مهاجر د ليندۍ  په  ۱۱ مه د هرات د اسلام قلعې له لارې هېواد ته راستانه شوي. 
د اسلام قلعې  د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۲۷۳ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.