د يونما د فتر سرپرستې او د سياسي برخې مسؤولې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رئيس سره وليدل

anwari_morr

د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ د افغانستان په لوديځ کې د يونما دفتر سرپرستې او د سياسي برخې مسؤولې ميرمن ګلدين ايروز  د هرات ولايت  د مهاجرينو چارو رئيس د لړم په ۲۳مه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو افغان مهاجر د وضعيت پر څرنګوالي، د مهاجرينو او راستنېدونکو له پاره د اسلامي هېوادونو په مرستو، مهاجرينو ته د لاسرسي په اړه د  اسلامي امارت د مشر د فرمانونو، د يونما دفتر، همکارو مؤسسو او مهاجرينو چارو رياست تر منځ د همکاريو او ارتباطي پل په جوړېدو بحث او خبرې وشوې.