پنجشېر کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr
پنجشیر

د (DACAAR، DRC) موسسو له لورې د پنجشېرولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غيرنغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې چهارشنبې په ورځ دعويي په ۲۵مه هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدې او د روغتيايي موادو يوه يوه کڅوړه مرسته ووېشل شوه.