د ايران څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ايران څخه درې زره او ۱۴۴ تنه افغان مهاجر د لړم په ۱۳مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردين شامل وو له ډلې يې ۱۶۴ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.