د هېواد په يوشمېر ولايتونو کې له زرو زياتو کورنيو سره  نغدي او د خوراکي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د خوست، بلخ او هلمند ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو د معلوماتو پر بنسټ يو زرو او ۹ کورنيو  سره د لړم په ۱۱مه او ۱۲مه د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې په ارزګان ولايت کې ۴۰۰ کورنيو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته په دوو کټګوريو کې ۲۲ زره او ۶۰۰، ۲۷ زره او ۵۰۰  او په هلمند کې ولايت کې ۲۵ کورنيو هرې کورنۍ ته ۷۹ زره او ۴۵۰  افغانۍ ووېشل شوې.

همدرانګه په خوست کې ۵۶ کورنيو سره د مرستو د همغږۍ مؤسسې په مالي مرسته د ۴ قلمه خوراکي توکو او په بلخ  ولايت کې ۸۸ کورنيو هرې کورنۍ ته د رفاه اسلامي مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو ادارو ترڅارنې لاندې د کوچنۍ سوداګرۍ په موخه ۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې.