د پاکستان څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د تلې په ۲۹مه له پاکستان څخه د درې زره او ۱۴۹ تنه افغان مهاجر له راستنېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې۵۴۷ کورنۍ، چې درې زره او ۱۴۹تنه کېږي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي او له راستنېدو څخه وروسته د مهاجرينو چارو ادارې کې ثبت او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.