په  يو شمېر ولايتونو کې له ۳۰۰  زياتو کورنيو سره  مرستې  شوې

anwari_morr
-

په کندز، نورستان، بلخ او جوزجان  ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې له ۳۱۳ کورنيو سره  د تلې په ۲۶مه مرستې شوې.

د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو د معلوماتو پر بنسټ د يادو کورنيو له ډلې په کندز ولايت کې ۵۴ کورنيو او په جوزجان ولايت کې ۳۷ کورنيو هرې کورنۍ ته په دوو کټګوريو کې ۲۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ او ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ، په نورستان کې ۱۰۰ کورنيو ته ۶۱ زره او ۸۰۰ او په بلخ ولايت کې ۱۲۲ کورنيو هرې کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياستونو تر څارنې لاندې وېشل شوې دي.