د پاکستان څخه له څلور زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
دننګرهار ولايت د تورخم او د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه څلور زره او ۲۶ تنه د تلې په ۱۹مه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر د معلوماتو له مخې ۴۵۷ کورنۍ او ۲۶ تنه ډيپورت شوي، چې پکې دوه زره او ۶۶۷ تنه شامل دي د تورخم له لارې او د سپين بولدک د مهاجرينو چارو رياست د سپين بولدک د مهاجرينو آمريت د معلوماتو له مخې ۲۱۶راستنېدونکې کورنۍ چې پکې يو زرو او ۳۵۹ تنه شامل دي هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچينې په خبره يادې کورنۍ له پېژندنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.