لغمان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې دلغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۹ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د عويي په ۲۲مه هرې کورنۍ ته ديوه اندازه خوراکي موادومرسته ووېشل شوه.