بادغيس کې له ۱۰۰ زياتو کورنيو سره چې خپلو اصلي سيمو ته تللې مرستې وشوې

anwari_morr
-

۹/۷/۱۴۰۲
د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې ۱۴۰ کورنيو ته چې خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې وې د تلې په ۸ مه د مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ چې مخکې د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو ته بېځايه شوې وې او په کرايي کورونو کې يې ژوند کاوه اوسمهال خپلو اصلي سيمو (بالا مرغاب، جوند، غورماچ، مقر، دره بوم، قادس او آبکمري ولسواليو ته لېږل شوې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د تلې د ۴مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې هرې کورنۍ ته  ۷۹ زره او ۴۵۰ افغانۍ نغدې وېشل شوې دي.