پروان کې له ۲۰۰ تنو زياتو سره نغدي مرسته وشوه

پروان کې ۲۳۱ تنو کارګرانو سره د تلې په ۵ مه نغدي مرسته وشوه.
ياد کسان چې د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري د ډنمارک د کډوالو ادرې په همغږۍ د چاريکار ښار د ۱۲ پارچې کانال د پاکولو له پاره ګومارل شوي وو د يادې ادارې په مالي مرسته ور ته وروسته له يوې مياشتې کار کولو په مقابل کې ۷۲۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.