بلخ کې ۹۶ کورنيو ته د وړيو د اوبدلو وسايل ورکړل شول

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۹۶ کورنيو ته د وږي په ۲۹مه د وړيو د اوبدلو د وسايلو د ورکړې خبر ورکړ.
يادې کورنۍ د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د پلاوي له لوري د همدرد او البرز د مهاجرينو ښارګوټو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې، چې هرې کورنۍ ته د پکو مؤسسې له لوري د وړيو د اوبدلو ماشين،۵۰ کيلو پنبه، د غالیو د اوبدلو ږمنځ او د لمريزې برېښنا تختې ووېشل شوې.