د ايران څخه له دوه  زرو زيات افغان  مهاجر وطن ته راستانه  شول

sadam_morr
-

 د ايران  څخه  دوه زره  او ۳۹۶ تنه افغان مهاجر د وږي  په ۱۹ مه  هېواد ته راستانه  شول.
د هرات  ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره  په يادو راستنېدونکو کې  کورنۍ او مجردان شامل وو، چې له ډلې يې ۱۳۲۱  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورسره وشوې.